متلونه زموږ د ولسونو ارزښتناک،ویاړلې ادبي او فرهنګي میراث
انجنیر عبدالقادرمسعود انجنیر عبدالقادرمسعود

متلونه او نقلونه د پښتو ژبې په شفاهي ولسي ادب یا فولکلور کې یوه غوره او په زړه پورې برخه ده، چې په لنډو خوندوروجملو، پاکو اوسپیڅلو ویناوو، افکارو او خوږو

الفاظواو حکمتونو کې د پښتني او انساني ژوند مختلفو اړخونو ته په ډیر عالي او جامعی ډول دعوامو خلکو په ژبه یومطلب او موضوع په ډیر بلاغت اوفصاحت تشریح

او توضیح شوی دی ، تر څو اوریدونکي اولوستونکي وکولای شي ترینه پوهه او خپل هدف او مقصدتر لاسه کړي .

متلونه  دهرې ژبې یوه لویه او خوندوره ادبي برخه ده، او د پښتو د ژبې یوه بډایه زیرمه او شتمنې ده . متلونه د ولسي ادب په بڼ کې د عوامو وګړو ږغ دی ، چې په ولسي خبرو

اترو کې د پاخه او قوي استدلال، منطق او کلام ښکلا په کې نغښتې ده ، او هر متل ځانته یو ټاکلې پیغام لري، او ستونزمنواو کړکیچنوحالاتو ته داسی لاره غوره کوي،

چې د خلکو لپاره د قناعت او منلو وړ وي او څوک د شک او تردیدپه ګمان ورته و نه

ګوري .همدا وجه ده چې متلونه د ولسي  او ټولنیزو د تجربو له عمله جوړ شوې دي او په عمل کې تطبیق شوې دي چې شمیر یې خورا زیات دي .

ارواښاد عبدالروف بینوا چې زموږ په ټولنه کې یو نامتولیکوال ، وتلې شاعر او

پیژندل شوې ادبي او فرهنګي شخصیت دی، د پښتو متلونو په هکله په خپله یوه لیکنه کې داسی وایي :

(متلونه د ولسي ادب په بڼ کې یوه په زړه پورې برخه تشکیلوي  چې د یوه نسل نه بل نسل ته، دیوه ولس نه بل ولس ته ور باندې افکار ، کلتوراو دودونه د هماغه ولس د عامه ذهنیت په منلي شوي چوکاټ کې لیږدول کیږي.)

په رښتیا سره متلونه زموږ د ټولنې او ولسونو هغه ارزښتناکې با مفهومه ساده ویناوې

دي چې دلنډیو په شان د مضمون ، شکل او موضوع له پلوه ډیر غني او ځانګړې پیغام ، مقصد او مطلب لري او د خلکو په منځ کې په خپل وخت او زمان کې د یوې خولې نه بلې خولې ته د ادبیاتو د تاریخ په پاڼو کې تر ننه پورې رسیدلې دي، تاریخ او ویونکي  یې معلوم نه دي .په متلونو کې د یو قوم او ولس فرهنګ او کلتور، دودونه، علم او پوهه، تجربه او د لوړوفکري اړتیاوو اندازه معلومیږي، همدا وجه ده چې متلونه هغه په زړه پورې او پخې ویناوې دي، چې ولسونو له ډیرو اوږدو تجربو وروسته تر لاسه کړې دي .

ارواښاد دوست شینواری چې یو نامتواو پیاوړی لیکوال دی د پښتو متل د مفهوم او شکل په برخه کې  داسی وایي :

( دمتل بلاغت او فصاحت پدې کې دی چې د فورم له مخې ساده او عام فهمه او د افادې له پلوه په هدف رسا او سم لګیږي .)

 

دبیلګې په تو ګه دا متل ګورو:

(که غر جګ دی په سر یې لاره ده .)

دا متل خلکو ته لار ښوونه کوي چې ای انسانه د کبر او بی ځایه غرور او ځان غوښتنې نه ځان وژغوره. دانسان لپاره تواضع، فروتني، زغم اوبرده باري لوی صفت دی.زما په آندهر څوک په دی خبرو باندې قناعت کوي اوخپلونیمګړتیاووته پاملرنه کوي .

د متلونو ویونکي په ټولنه کې داجتماعي او انساني عملي ژوند اوتفکرهر اړخیز تصویرونه دخپلې پوهې او حکمت په وسیله په لنډو ګټورو او خوندوروجملو او الفاظو کې د خپلو تیروتجربو اوازمیښتونودلاسته راوړنوپه نتیجه کې زموږ او نورو خلکو مخکې ایښې دي .

دبیلګې په توګه دا متل ګورو چې په ژوند کې عملي بڼه لري.

( پردې کټ تر نیمو شپو وي .)

که چیرې دغی متل ته وګورو دا نتیجه تر لاسه کوو چې د خلکو مال خپل مه ګڼۍ، او په پردو باندې اتکا کول او خپل لوړ ارزښتونه او دودونه له پامه غورځول دلته تحلیلوي .

متلونه په یوه ټولنه کې د رواني، ذهني او معنوي ښیګڼې او روزنې په لحاظ د خلکو او ولسونو د ټولنیز ژوندپه بیلا بیلوبرخو کې د پنداو انتباه، نصیحت اوعبرت په توګه یوه ستره تربیتي او توضیحي وسیله ده ، چې د یو ملت او قوم رواني او روحي وضعیت او حالات تسکینوي اوپياوړې کوي .دبیلګې په تو ګه دا متلونه ګورو:

( بلا وه برکت یې نه وه .)

دا متل د خلکو په منځ کې هغه وخت استعمالیږي، چې زموږ ولس د مختلفوغمجنواو

تباه کوونکو حوادثواومصیبتونو سره مخامخ شي، مګر د دغو حوادثو نه ځان وژغوري . په دی حالاتو کې د خلکو په منځ کې دا متل خوله په خوله ګرځي .

یا دا متل ګورو:

( بی عقل دومره په بل نه کوي، لکه په ځان .)

په دی متل کې اصلاحي او انتقادي روحیه پرته ده.خلکو ته لارښوونه کوي چې د علم، عقل ، سوچ او منطق نه کار واخلي او خپلې ستونزې او ناخوالې په ژوره او دقیقه توګه

وڅیړي او د تعقل، علم او پوهې او استدلال په وسیله د حل لاره او پریکړه ورته سمبال کړي .

یا د ا متل ګورو:

( اول سلام پسې کلام .)

دا متل د اجتماعي او انساني ارزښتونوله پلوه د خلکو په منځ کې ډیر اهمیت او ارزښت لري او په عنعنوي ډول، اوعقیدوي او انساني توګه انسان ته احترام او دانساني ژونداساس او پایښت فضیلت،  ادب او حرمت  ګڼي ،انسان او انسانیت ته  په درنه سترګه ګوري .

په رښتیا سره چې زموږ په ټولنه کې متلونه په عملي بڼه د خلکو په منځ کې ځای پیدا کوي او په حقیقت کې په هر متل کې د ژوند د بیلا بیلو اړخونوپه هکله یوه ستره، لویه اوپراخه لارښوونه پرته ده .

 دبیلګې په توګه دا متل ګورو:

( اوسپنه  چې څومره ټکیږي، هغومره پخیږي .)

د دی متل نه مالومیږي هر څومره چې خلک د مختلفو ستونزو، سختې او ناوړو حوادثو او پیښو سره مخامخ کیږي هغومره تجربه اخلي او په راتلونکي ژوند کې ځان هرومرو له دا شان ستونزو څخه ژغوري .په دی آخرو کلونو کې هغه ستونزې او ناخوالې چې زموږ په خلکو باندې تحمیل شوې دي او زموږ  ولس  ورسره مبارزه کوي

د دی متل عملي بڼه زموږ په ټولنه کې تطبیق کیږي .

لنډه دا چې هر متل ځانته خوند، ښکلا او ژورې ماناګانې لري او د پښتنو د ولس هغه بډایه پانګه ده، چې د ټولنې د انساني ژوند په بیلابیل اړخونو یې هر اړخیزې څرګندونې کړې دي.  په متلونو کې دولس خوښي اوخپګان، غمونه او دردونه، ستونزې اوناخوالې، لوړ اوژور انساني ارزښتونه، اجتماعي او انساني عدالت او انصاف، ټولنیزه توصیه،  دفضیلت اواخلاقي درسونو لارښوونې، تاریخي، سیاسي او اجتماعي مسایلو ته په انتقادي ډول پاملرنه، د وطن جغرافیوي حالاتو ته کتنه، مذهبي او روحاني لارښوونې ،اقتصادي ستونزې ته پاملرنه، مینه ، محبت او ښکلا، پت او میړانه، وطنپالنه، اتحاد اواتفاق، د ولس سره ژوره مینه او داسی دنورولوړو او عالي ټولنیزومسایلواو پیښو مفاهیم اومقصدونه توضیح او تحلیل شوی دي .

ښاغلي سر محقق زلمی هیواد مل چې زموږ دهیواد یو تکړه او مخکښ لیکوال ،نامتو څیړونکې او فو لکلور پوه  دی په خپله یوه لیکنه کې داسی وایي :

( کوم شهکاري حکمت او فلسفه چې په فولکلورکې ځان ښکاره کوي د هغو ټولو نسبت ولس ته کیږي . او ولس په اجمالي او مجموعي ډول سره عالم ، حکیم، مبتکر او فیلسوف دي .)

دبیلګې په تو ګه دا متل ګورو:

( دخلکو زور د خدای زور دی .)

له دی متل نه داسې مالومیږي که زموږ خلک متحد شي او د اتحاد او اتفاق لاره ونیسي بیا نو دغه قوت او زور هیڅوک نشي ماتولی، لکه دخدای(ج) زور چې هیڅوک یې نشي ماتولی.په رښتیا سره په دی متل کې لوی مفهوم ،مقصد اوحکمت نغښتې دی چې هر انسان ته دمنلو وړ دی، شک او تردید په کې  ځای نلري .

دا جوته ده چې پښتو متلونه یو ملي امانت دی او په متلونو کې لوی حکمت او ژوره پوهه پرته ده . زما په نظر د هر پښتون او ادب پوه ، ملي، ادبي او فرهنګي شخصیتونو

دنده ده چې خپلو وګړواو راتلونکو نسلونو ته په دې هکله هر اړ خیز مالومات ورکړي، تر څو راتلونکي نسلونه  دخپلې پوهې، تربیت او تعلیم د ودې او پرمختګ لپاره د دغو لوړو ارزښتونونه ګټه پورته کړي .

په پای کې غواړم ووایم چې متلونه او فولکلور زموږ د ولس بډای تفکر او لوړ حکمت او میراث دی چې د تاریخ په اوږدو کې وتلو، نامتو اومخکښو لیکوالانو په دی هکله خپلې لیکنې او څیړنې کړې دي چې د هر لیکوال څیړنې او لیکنې د ستاینې او قدر وړ دي .ماهم دمختلفو منابعوو، کتابونو اوانترنیتي سایتونونه استفاده کړې ده او یو شمیر متلونه مې راټول اوغوره کړې دي  چې د تاسو ادب دوستانو پام ورته راګرځوم .

هیله مندیم چې د دغو متلونو په لوستلو خپله هنري ،  ادبي او فرهنګي  تنده ماته کړې .

 

په ډیر درنښت : انجنیر عبدالقادر مسعود

 

ځینې غوره شوي پښتو متلونه :

********************

 

 

اول سلام پسې کلام.

ادب له بې ادبه زده کيږي.

له بې ادبه زده کوه!   ادب

 ابا مه گوری ، خورجين ئې گوری .

ازمويلی څوک نه ازمويی.

اصيل خطا نه لري ، کم اصل وفا نه لري.

اصيل په جنډه کالو کي هم معلوميږي.

اصيل نه ورکيږي.

اصيل ته اشارت کم اصل ته کوتک.

انسان تابع د احسان دي.

 انسان له ختا سره ملگری دی .  

انسان تر کاڼي کلک تر ګل نازک دی.

انسان نه دی ، هغه چي د حيوان څخه ګيله کوي.

انسان ته خبره خره ته لرګئ.

اشنايي د شگو مزل دى .

اوبه د جام له مخې څښل کېږي .

ارزانه بې علته نه وي ګران بې حکمته.

آموخته خور ښه دی که ميراث خور ؟ ويل اموخته خور.

اوبه چۍ وی تيمم ته څه حاجت دی.

اوبه د سره څخه خړی دی!

اوبه چې څومره زور لري ، ځمکه ورته سور لري .

 اوبه په ډانګ نه بېليږي.

اوبه چې تر سر تيري شي، څه یوه نیزه څه دوې نیزې!

اوبه چې تر سرجګې شي څه يوه نيزه څۀ دوه نيزې.

اوبو، شيدې په شيدو! په اوبه

اورته خپل او پردی يو دی.

اور له خپلې لمنې لگېږي .

اوربشي څه په ځمکه کي څه په جوال کي ؟

اورته چى نږدې کيږي خامخا سوزيږ ي.
اور له خپلي لمني بليږي.

 اور په اور نه مری !

اور او اوبه نه سره يوځای کيږي.

اور او پنبه نه سره يو ځای کيږي.

اوړه په اوړه ، منت ئې پر څه ؟

اوسپنه په اوسپنه ماتيږي .

اوسپنه چې څومره ټکول کيږي هومره کلکيږي.

اوښان نه ژاړي بارونه ژاړي.

اوښ ته ئې ويل دا مغزی دي ولي کوږ دی ؟ ده ويل کوم ځای مي سم دی.

اول ځان پسې جهان.

اول حق د ګاونډي دی.

 اول سوچ کوه بیا خبره کوه.

اول زده کړه ، بيا کوزده کړه.

انسان له ختا سره ملګری دی.

انسان له سهوې خالي نه ده.

انسان ته انسانیت ضرور دی.

انسان په یوه ورځ پیدا په یوه ورځ به مری.

انسان زاړیږی حرص یی ځوانیږی.

اعتبار په علم او ادب ده، نه په مال او نسب.

اوله سودا بیا نه پیدا کیږی.

اول فیل خانه جوړه کړه بیا فیل واخله.

اوبۀ هم د لوښي پر مخ څښلې کېږي.

 اسمان ليري ، ځمکه سخته .

اختیاط ښه دی په هر کار کې تلوار مکوه.

ارزانه بې علته نه وى ګران بې حکمته .

اشنا! انګور چې نه خورې داسې خو مه وایه چه ترش دي.

اموخته خور ښه دی که ميراث خور ؟ ويل اموخته خور .

بد بوټى بلا نه وهي.

باغ که باغوان لري ، چغال هم خدای لري.

باغ چي پوخ سي باغوان کوږ سي.

بخت چي کوټه سي پاچاهان ټکري خوري.

 بخت په ټنده دی نه په منډه.

بد بانجڼ افت نه لري.

بد په سلام نه ورکيږي.

بد به دې په زړه لرم سلام به دې په خوله.
بد تربور په بده ورځ پکار يږي.

بد تربور په بد ځای کي په کاريږي.

برج دي تر اسمانه ، سپي دي له لوږي مري.

 وزه   له لېوه تښتېده پر قصاب واوښته٠

برخي ټولي ازلي دي نه په زور نه په سيالي دي.

بشره د انسان خوی د شيطان.

بلا بيده ښه وي نه ويښه.

بل ته کوهي مه کينه ، چي خپله پکښي لوېږې.

بنده چي داد کي نو بې ياد کي ، الله چي ياد کي نو بې ښاد کي.

بې زحمته راحت نشته.

بېزاره دي له خيره يم ، سپي دي در ګرځوه.

بې ښځي سړی ښه دی نه په کور کي همېش جنګ.

بې عقل دونه په بل نه کوي لکه په ځان.

بې چرګه به هم سباشي.

بيړه د شيطان کار دى .

بازخانه له بازه نه خالي کېږي.

بې عمله علم ،د بې مېوې ونې پۀ څېر وي.

بې قامه مقام نسته.

برابر مه سې پر كور د نامردانو.

بيړه دشيطان کار دى.

بلاوه وه خو برکت یې نه و.

بل ته چى گوته نيسې ُ ځانته درى ګوتې نيول کيږي.

برخي ټولي ازلي دي نه په زور نه په سيالي دي .

پاک اوسه بې باک اوسه.

پټه خوله د مرکې ليوه دی.

پردی خر په شا زور ور دی.

پردی اور تر  واوري سوړ دی.

پردی زوی نه زوی کيږي.

پردی سپی په ډوډۍ خپل.

پردی کټ تر نيمو شپو وي.

پردۍ مور نه مور کيږي.

پر ښو تلوار پر بدو تاْمل.

پر کور خواري خوړلي ښه دي ، نه د هنجي کُرت او غوړي.

پر ګازره نه يم پر خرپ ئې يم.

پر لڅه خېټه ئې ملا تړلې ده.

پر لوړه وخيژه څار وکړه ، خلک چي کړي هغه کار وکړه.

پر يوه باندي چي دوه شي ، ړنا ورځ ورباندي شپه شي.

پړ مي که ، مړ مي که.

پښتون نه دی چي د نوک جواب سوک ورنه کړي.

پښتون له غيرته ځان اور ته اچوي.

پښې هلته ځي چي زړه ځي .

پک تر پک پوري ، نو نه چي ماغزه ئې ښکاره وي.

پند ئې مه ګوره، ايمان ئې ګوره.

پنځه ګوتي سره يو نه دي.

په اور چى لو بيږى  نو سوزيږى،

پور چي تر سلو تېر شو ، وچه مه خوره.

پنځه گوتي په خوله نه ننوزي .

 پوه سړی تر خپلي کمبلې پښې نه تېروي.

په اوبو څوک نه چاغيږي.

په بازيو کې تل بنګړي ماتيږي.

په ژوند کښې چا پر خره سپور نه دی ليدلی د بل په اسونو پورې به خاندي .

په بدلو څوک نه لويږي.

په بل وطن کي د ښو کښت کوه تېرېږه.

په پردي کور کي سل مېلمانه هيڅ نه دي.

په تياره کي خپل سېوری هم نه ښکاريږي.

په څاڅکي څاڅکي ډنډ جوړيږي.

په خپلو خپل ، په پردو پردی.

په خپله کوڅه کي سپی هم زمری وي.

 په خندا پسي ژړا ده ، په ژړا پسي خندا ده.

په خواره ځمکه کي هر واښه شين کيږي.

 په دنيا باور مه کوه ، ګاهي لوړ ده ګاهي ځوړ.

په درنو دروند په سپکو سپک .

پوره ورک دي کړه دوه کوره .

په ډيری کې خوره ، په لږ کې وېشه.

په زحمت پسي راحت دی.

 په زهيرو زړو ګوتې مه واهه.

په ژرنده کي دي شپه شه د زوم کره دي مه شه.

په سپکو سپکتيا ، په درنو دروند تيا.

 پر ښو تلوار پر بدو تامل .
 په سپين سر ، مزل پر سر
.

په مځکه کي سيوری نه لري ، په اسمان کي ستوری.

 په نن پسي سبا سته.

 په وهلو څوک نه سميږي.

 په هر شي کي ښه او بد شته.

 په هغه وياله کي چي اوبه تللي وي بيا به راسي.

 په يوه چپلاخه د سلو مخ خوږيږي.

 په يوه ګل نه پسرلی کيږي.

 په يوه ځين کي دوه کسه نه ځائيږي.

 په يوه لاس کي دوه هندواڼې نه اخستل کيږي.

 پياز دي وي په نياز دي وي.

 پير که خس وي ، د مُريد بس وي.

 پير نه الوزي مُريد ئې الوزي.

 پردى خواړه  يا پور دى يا پيغور .

په جنګ کي الوا  نه ويشل کيږي .

په يوه ګل نه پسرلى كېږي.

په يوه لاس کي دوه هندواڼې نه اخستل کيږي.

په هغه وياله کي چي اوبه تللي وي بيا به راسي.

 پخپله خر نه لري دبل په آس خاندي.

په ډيرو ړوندو کې يو سترګى پا چا وي.

په دوو ستر ګو ځان ويني په يوه سترګه جهان .

په شرم هغه شر ميږي چى پرې پو هيږي.

په يو کتاب څوک نۀ مُلا کېږي .

په خپله مې مُلا کړې ځان ته مې بلا کړې.

په نيستۍ کي سستي او په هستۍ کي مستي مه کوه.

په يوه ګل نه پسرلى کيږي.

په يو څپيړه دوه مخونه خوږ يږي .

 پړ مې کړه ، مړ مې کړه.

پټه خوله اقرار دى .

په پردي کار کې کار مه لره.

په سپينه جامه تور داغ د لرې نه ښکاري.

ميړه په خواري بد نه ښکاري٠

په لمر يی ګټه په سيوري يې خوره٠

په غلبېل کې اوبه نه راوړلې کيږي٠

  په حلوا،حلوا ويلو خله نه خوږېږي.

 پلار ګټلې پر زوی اسانه دي.

 پښتون سل کاله وروسته بدل واخيست ويل يې تلوار مې وکړ.

   پۀ تيارۀ کې هرڅوک ډارېږي ، څوک نارې وهي ،څوک يې نه!

 تازيان چي هوسۍ وهي د هغو خولې توري وي.

 تربور ته بې وروره مه سې ، ورور ته بې زويه ، پلار ته بې موره.

 تر بې عقل خپل ، هوښيار دښمن ښه دی.

تر بې عقله دوست هوښيار دښمن ښه دی .

 تر بېکاره کښېنستل لور زېږول ښه دي.

تللى وخت بېرته په لاس نه راځي.

ټول عالم غنم کري زما لالی وربشی، لالیه ستړی مه شی.

ټینګ عزم غرونه ماتوي .

 تر پردي زوی خپله لور ښه ده.

ترنا صالحه اولاده نیستي یی ښه ده.

 تر څو  رښتيا  راځى درواغو به کلى وران کړى  وى.

 تر پښو لاندي مځکه مه ګوره ، ليري واټن ګوره .

تور بانجان بلا نه وهي .

تر پراته زمري گرځنده ګېډړه ښه ده.

ترکاڼي دبيزو کار نه ده.

تر بې کاري بې ګاري ښه ده .
 تر تياره برخه مه تېريږه
.

تر خوړلي لا اميد ښه دی.

 تر رمې ئې سپي ډير دي.

تر مړه زمري ، ژوندی ګېډړ ښه دی.

 تر ناپوه دوست ، هوښيار دوښمن ښه دی.

 ته زما دارو ، او زه ستا دارو!

 تربور مړ کړه ، لمر ته يي مه اچوه.

. تشه لاسه ته مې دښمن يې

 تقدير په تدبير نه بدلېږي.

تیر په هیر.

جنت دمور او پلار تر پښو لاندې دى .

  جفا مرګی ښه ده ، نه بې اتفاقي.

جاهلانو ته د علم خبرې مه کوه.

جامه چې  دپور شي په ځان اور شي.

 جنګ په وسله ، ننګ په غله.

 جنګ پر خاوره ښه دی ، نه پر شېدياره.

 جنګ جنګي کوي ، ننګ ننګي.

څيراغ چي ئې په کور کي لګيږي و صحرا ته څه حاجت دی.

 څوک چي لاس درپوري بند کي مه ئې غوڅه وه.

 څوک مه واهه په ګوته ، تابه نه ولي په لوټه.

 څوک وائې چي زما د غړيکي خوند بد دی.

 څه ژرنده پڅه وه ، څه غنم لانده وه.

 څۀ چې کرې هغه به رېبې.

څنګه حال دی؟ د  دوو ښځو د خاوند نه ښه یم .

 ځنګل چي اور اخلي وچ او لانده ګرد ه اور اخلي.

 ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بلېږي.

ځمکه هلته توده وي چه اور پری بل وي .

ځواني يوه نشه وي، داسې نه چې همېشه وي.

ځان ته ګوره بیا نو شوره .

ځان ځانی خپله خواري .

ځانه ځانه تر هر چا ګرانه .

 چا په کلي کي نه پريښو، ده ويل اس مو د ملک کره وتړۍ.

 چاپه قافله کي نه پريښو، ده ويل د مخ اوښ زما دی.

 چاړه چي د سرو زرو سي ، څوک ئې په نس کي نه و هي.

 چرت ئې واهه خورجين ئې بايلو.

 چرګه مي ناجوړه ده بهانه مي ورته جوړه دي.

 چرګ د مالګي په څکلو څه پوهيږي.

 چي بخت ئې تور سي دښمن ئې د پلار کور سي.

چه زما په ډوډی مست شي هغه زما دمور میړه شي .

چه ستړی نه شی موړ به نه شی .

چه کری هغه به ریبی .

چه د خدایه پټه نه ده د بندګانو یی څه له پټوی .

چه مربي لری مربا خوره .

چه مرګ وویني په تبه رضا شي .

چه وخت تیر شي نو هر څه هیر شي .

چیری کلاله ګوره  خو خپله سیاله ګوره .

 چي بد ګرځي ، بد په پرزي.

 چي بد کوي ، بد به مومي.

چي غل نه ئې د پاچا مه بېرېږه.  

 چي بد غواړي ، پر بدو به واوړي.

 چي په ناز لويږي ، په زيار زړيږي.

چې په آسانه يې ګټي په آسانه يې بايلي.

چې پيل ساتي پيلخانې به جوړوي.

 چي په مرګ ئې ونيسې ، په تبه به راضي شي.

چې جنګ سوړشو ميرى تود شو.

 چي په ډله کي دوست نه وي ، مه پکښي کښېنه.

 چي تېرسو ، هغه هېر سو.

چې سړى زړيږي حرص زياتيږي.

چې اوږه ونه خوري له خولې يې بوى نه ځي .

 چي څوک دي ونه پوښتي مه ګډيږه.

 چي خان ئې په ياران ئې ، چي ياران نه وي توري خاوري د بيابان ئې.

 چي زما په ډوډۍ مست سي ، هغه زما دمور مېړه سي.

 چي زيار کاږي ، ګټي د هغو دي.

 چي ژرنده ئې ګرځي ، بلا ئې پرځي.

 چي عقل نه لري ، پر کور بې تل غم وي.

 چي غورځي هغه پرزي.

 چي کوچنی ونه ژاړي ، مور تۍ نه ورکوي.

چې ماشوم ونه ژاړي مور شيدې نه وركوي.

چې ځوان وم دنجونو يار وم چې زوړ شوم دنجونو پيغور شوم.

 چي کرې هغه به رېبې.

 چي له خدايه پټه نوي ، د بندګانو ئې ولي پټوې.

 چي د ياره وائې ، دځانه وايي.

چي مربی لری ، مربا خوره.

 چي مړ سو هغه پړ سو.

 چي ملا وائې هغه کوه ، چي ملا کوي هغه مه کو ه.

 چي نه کوي حبيب ، څه به وکي خوار طبيب.

چې خوب درشي بالښت نه غواړي ،چې زړۀ مئين شي ښايست نه غواړي.

چې له خدايه ويريږي له هغه مه وېرېږه، چې له خدايه نه ويريږي له هغه ووېرېږه٠

چې خان يې په ياران يې، که ياران درسره نه وي تورې خاورې د بيابان يې.

 چي نه کار په هغه دي څه کار ؟

چې باد نه وي پاڼه نه خوځيږي.

چه  ډب  نه وي ادب نه وي .

چي له خدايه پټه نوي ، د بندګانو ئې ولې پټوې.  

 چي واورې وايه ، چي ووينې مه وايه.

 چي وې غواړي په خوله ، نو خورې به ئې په څه ؟

 چيري کلاله ګوره ، خو خپله سياله ګوره.

چاړه که دسرو ده  هسې نه چې دځيګر دمنډو ده.

چې باد نه وي ونې نه ښوري.

چې بد کوي بد به مومي.

چي څه کرې هغه به رېبې.

څاڅکي ، څاڅکي درياب سي .

څه دي کول ،چي پلار او نيکه دي کول .

څوک مه واهه په گوته ، تابه نه ولي په لوټه .

څه ژرنده پڅه وه ، څه غنم لانده وه .

څوک وائې چي زما د غړيکي خوند بد دی .

څه چې کرې هغه به رېبې .

څه چې تيار وي هغه ديار وي.

څه چې په کټوه کې وي په څمڅه کې راپورته کیږي.

حساب په مثقال ، بخشش په خروار .

حاجی په مکه کښی لټوه چرسی په تکیه کښی.

حرام چه د چا په کور ننوتلی وي ، حلال یی هم ورسره تللی وي .

حسد هسی نیکی خوري  لکه بل اور چه لرګی خوري .

حق خپل ځای نیسي .

حیادار حیا کوله  بی حیا ویل زما څخه ویریږي .

 خبره تر خبري پوري ياديږي.

 خبري زده که بيا ئې وکه.

خبره تر خبرې پيدا كېږي.

خاورو په ایرو واړول  باد دواړه یوړل .

خبره تر خبری پوری یادیږي .

خپل کور یا خپل ګور.

خونه که مې اوسوه  دیوالونه مې پاخه شو.

 خبري ښې کوې . لکۍ ئې کږې کوې.

خر به خندا نه پو هيږي.

 خپل عمل د لاري مل.

خپله خوله هم کلا ده ، هم بلا.

خداى دي مه لره محتاج د ناكسانو.

خپل ګرېوان دبل لاس ته مه ورکوه.

 خپل که دي مړ کي ، ولمر ته دي نه غورځوي.

خپل ځان د ي ساته ، بل ته مه وايه چي غله .  

 خپل کور ، يا خپل ګور.

 خپل بدي وژړوي ، پردی به دي وخندوي.

 خپله خوله هم کلا ده ، هم بلا.

خپله ژبه هم کلا ده هم بلا.

خداى وايي: ته حرکت که ، زه به برکت کم .

 خرابه ښځه د بل ده.

 خر پلار که ، خپله چار که.

 خر په وهلو نه آس کيږي.

خلګ په ليوني پوري خاندي ، ليونۍ په خلګو پوري.

 خوار چي خوار سي ، باک ئې نشته .عزيز کرده سړی چي خوار شي تل دي ژاړي.

 خړ سپی د شرموښ ورور دی .

خپل مال ساته او همسايه غل مه نيسه .
خدايه لوی مي کړې لويي را مه کړې .
 خوار کبرجن د خدای دښمن دی
.

 خواړه د رنګه خوړل کيږي.

 خپله ژبه هم کلا ده ،هم بلا.

 خپل عمل د لارې مل.

خوار په خپله خواري نه شرميږي .

 خټکی چې خټکي ته وګوري ، رنګ واخلي.

جاهل ته دوه ځله سلام کوه .

 داّهنګريوټك دزرګرسل ټكه.

د خلکو زور ،  دخداى زور دى .

دنيا په اميد خوړل کيږي .

دنيا چې پر خره بار کې خيرالله خان سي٠

داغزوپه پولۍ مې شپه وه.

 دباران نه پاڅيددناوي لاندې كښيناست.

 دبادام په شان مې زړه سورى سورى دى.

 دپخلادښمن نه ځان ساته.

د ژمي په لمر او د دښمن په خندا اعتبار نسته٠

 دخنداپسې ژړاشته.

د وچو سره لامده هم سوځي .

د نن کار سبا ته مه پرېږده.

د دنیا کارونه  واړه په توکل شي .

دوست په راحت او سختۍ کي تجربه کړه .

دوست ته حال وايه، د ښمن ته لاپي .

 د خولې نه يې اور پورته كيږي.

 دخوار ملا په اذان څوك كلمه نه وائي.

  دچل ياري سرته نه رسيږي.

درياب د سپي په خوله نه مرداريږي .

 د درواغو مزل لنډوي.

 دځوانۍ يوه نيشه وي هسې نه چې هميشه وي.

د ښځې د زړه او د اسمان پېژنده ډېره ګرانه ده .

 ددښمن په خوږومه تير وځه.

 دزمري په خوله كې هم خيرغواړه.

دزورورمخې ته مه ځه او داّس شاته مه ځه.

 دسپي دغپ پسې مه ځه.

 ددوبي كورداخترپه ورځ معلوميږي.

 درستم نوم درستم نه ښه دى.

 دښارنه زه راغلم دنرخ خبرې ته كوې.

 دسلوكالووږي په سلوكالوكې هم نه مړيږي.

 دسيندنه مړي چاګټلي.

  دسختۍ نه څوك نه مري.

دسيوري ونه خورمانه نيسي .

 دسروګلوبدمه وايه.

 دنغري په غاړه جنت غواړي.

 دپيښې نه تيښته نشته.

 د ښونه ښه پيداكيږي دبدونه بد.

 دبدونه هم لرې هم غلى.

 دغلې بلانه ويره په كارده.

 دغره هوسۍ دغره تازيان نيسي.

 دغله لاس چې كوركې ولګيدبركت يې والوت ،

 دغريب سړي دخيرات په ورځ غواوركه وي.

 دڅاڅكونه سيلاب جوړيږي.

 دغنموله رويه ځوز هم اوبه كيږي.

 زغم ښه شى دى خداى(ج) پرې انسان ته اجر وركوي.

 دكبر كاسه نسكوره ده.

 دكور په كار دكور ميرمن ښه پوهيږي.

 دتورې پرهار به جوړ شي د ژبې پرهار نه جوړېږي.

 دوست به دې وژړوي دښمن به دې وخندوي.

 د نوي منګي اوبۀ خوږې وي.

 د درواغو مزل لنډ وي.

دحجرې غم به کورته راوړم دکور غم به چيرته يو سم.
دسوال مړۍ له ستوني نه تيريږي.
دو هندوانې په يو لاس کې نه نيول کيږي.
دړ انده له نيولو او د کاڼه له وهلو د خداى ساته.

دسپی په خوله درياب نه مرداريږی۰

 د صبر مېوه خوږه وي.

دظلم عمر لنډ وي.

د گو نگي ځوى ژبه خپله مور ښه پو هيږي.

د ډوډۍ پر قدر وږي پوهېږي.

دنيا  په اميد خوړله کيږي.

. دوږي سترگى په دستر خوان کې وي

 درواغجن دي درواغ وايي ، رښتيا ګوی دي قياس کوي .
 دوست هغه دی چې پ
ه سخته کې دې په ښه راشي .

دوست ته حال وايه دښمن ته لاپې کوه.

دوست به دي وژړوي دښمن به دې وخندوي.

دومره خوږ مه شه چې عالم دې وخوري او دومره تريخ مه شه چې عالم دې وغورځوي.

ډمې نڅا نه شوه کولاى ويل ځمکه کږه ده.

 ديوال نم زړوي خو انسان غم زړوي.

ديوې سپږې لپاره ټول پو ستين مه سوزه. 

 د لاس ګوتې په يوه اندازه نه دي.

دغه گز دغه ميدان.

د زورورو وهل او د کمزوري کنځل.

دخوارانو ديگ په صبر پخيږي.

دښار دروازې تړل کيږي دخلکو خولې نه.

 د کور جارو ، دبل دارو .

د مرګ نه مخکي کفن مه څيري کوه.

د لوږي مړ سه د منت خواړه مه خوره .
 دوستي پ
ه ليرې والي کې ښه وي.

 د اورغوي تڼاکه مرغلره ده .
د درواغو مزل لنډ دئ .

درواغ د ايمان زوال دى.
 د بې عقله علاج نسته
.

د خپل كور خبري مه كوه دباندي.

 د سيال خواړه پور دي يا پېغور.

 د بې غيرته به دکور مېلمه واکمن وي.

 دنن کار سبا ته مه پرېږده.

دسپی په خوله درياب نه مرداريږی.

. د خره مينه لغته ده

 د بل په لاس مار هم مه وژنه.

 دزورور اوبه پر پېچومي خېژي.

 د لاس تڼاکې مرغلرې دي.

د ډوډۍ پر قدر وږي پوهېږي .

د صبر مېوه خوږه وي .

دصبر خواړه خواږه وي.

د صبر ميوه په مراد پخېږي.

د مشرانو خبره د کاڼي کرښه ده.

دوستي په ليرې والي کې ښه وي .

دنن کار سبا ته مه پرېږده .

دوست هغه دی چې په سخته کې دې په ښه راشي .

ډبره چه په ځای پرته وي درنه وي .

ډوډی به خپله خوری سترګی به د نوری پرې سری وي .

ډوډی که د بل ده  نس خو دی خپل دی .

 ډبره چې چېرې پرته وي هورې درنه وي.

 ډېر سفر وکړه چې خاموالی دې پوخ شي.

رښتيا ويل تر خه دي.

راستی زوال نه لري .

 ريښتيا په پټولو نه پټېږي.

رنګ مې ګوره حال مې پوښته.

روغ صورت نيمه پاچاهي ده.

رنګ یی دملا عمل یی د بلا .

رنګ یی مه ګوره خوند یی ګوره .

روزي په ټنډه ده  نه چه په منډه ده .

روزي چا په منډه نه ده نیولې .

روغ صورت اختر دی .

ړوند هر څوک په یوه سترګه ګوري .

 ړوند له خدايه څۀ غواړي ، دوه سترګې!

ړنده سترگه څه ويښه څه ويده !؟  

 زه درنه پزه پرې کوم ، ته رانه پېزوان غواړې !؟

 زه دې کښت نه کړم ته پټي راګڼې .

زړه په زړه ايينه ده.

زلمی د ځوانی په نشه مست وي دچا نه اوري .

زاړه په خواړه دي .

زر په هغو ګران وي چه ګټلې یی په خپل ځان وي .

زړه مې هم کیږي او ساړه مې هم کیږي .

زما زویه تر ما لویه .

زور په زور ماتیږي .

زور چه پری ور شي عقل لروبر شي .

زوړ امام او زړې تراویح .

زوی ته اړ ګوره لور ته لوړ ګوره .

زوی ته دمور په سترګه ګوره .

زه که توره یم  د پلار د کوره یم ، ته که سپینه یی د هلکانو مینه یی.

زه چې وایم زه یم، ته چې وایی زه یم نو نه به ته یی نه به زه یم .زه چې وایم ته یی، ته چې وایی ته یی نو هم به ته یی هم به زه یم .

زه څه وایم دا سرنا مې څه وایي .

زه خان ته ګورم خان آسمان ته ګوري .

زه دی پوزه پری کوم ته رانه پیزوان غواړی .

زړه چې زخمي شي، ژبه د سمندر تر باده ډېره طوفاني شي .

زه دې پېرۍ نه منم ، ته راته مريدان نيسې .

زمری چې ښه لرې وي، نو بیا لېوه د زمري پېښې کوي .

زوړ ملا ، زړې تراوې.

زړه ښځه په تگ مالومه وي.

 ژبه تانده لښته ده.

ژرنده که د پلار ده خو په وار ده.

ږيره د ما واك يې دملا.

ږیره دبل په لاس مه ورکوه .

سل د ومره دسلو سردار د مه مره.

سل روپی پور کړه د اختر شپه په کور کړه.

سترگي له ستر گو شر ميږي.
سل دي ومره يو دي مه مره.
سپين والى د زړه ښه دى نه دويښتو.

سپين ويل ترخه وي .

سړی یو رنګ جامه یی دوه رنګه .

سپور د پلي په حال څه خبر دئ .

 سور سپی هم د لېوۀ ورور دی.

سپی ټامیږي کاروان تیریږي .

سپی غاپي کاروان تیریږي .

سپى چې لېونى شي خپل خاوند هم خوري.

  سړی دې سړي تالۍ ته نه  تندي ته ګوري.

 سترګې له سترګو شرمېږي.

ستا خبره په ګل بدله .

سترګه ړنده ښه ده او معامله ړنده ښه نه ده.

سر دی آسمان ته رسي او عقل دی پښولاندی دی .

سرکه لاړ شي عادت نه ځي .

سر مې لوړ دی چې بابا مې په لشکر دی .

سره زر خپل ځان جوتوي .

سړی په سړی ورځي .

سړی په ژبه سړی دی .

سړی په سړي توب خر په خرتوب .

سړی په ښه خوی او سپی په بد خوی ښه ښکاري .

سړي ته ګوره سوال تری کوه .

سړی چې زوړ شي د رنځونو پری زور شي .

سل جادوګر او یو غیبت ګر نه دی سره برابر.

سل روپی پور که د ژمی شپه په کور که .

سوی د سوي په مرض پوهیږي .

سیال دسیال سره جوړیږي .

سیالي مې خانانو سره کړله کور مې وران شو.

سیلاب  ته د شګو بندونه  نه ټینګیږي .

سین په کاسو نه وچیږي (کمیږي).

ښامار مومن خان مړ كړ، توره په كې هر څوك سره كوي چې ما مړ كړ.

شپی  پسې ورځ شته .

شرعه ظاهر ګوري .

شریک خدای نه لري .

شریکه ښځه به ښه وي خو شریک دکان ښه نه وي .

شرميږي هغه چې په شرم پوهيږي٠

شتمنه ښځه به درنه غلام جوړوي.

ښځه دبړستن سپژه ده .

ښځه د کور ډېوه ده.

ښه وکړه په اوبو کې يې واچوه.  

 ښۀ خوی به دې سلطان کړي بد خوی به دې پۀ ځان پورې حيران کړي.

ښه  په ښو به هر څوک وکړي میړه هغه دی چې په بدو ښه وکړي .

ښه پوهه د دین دنیا دولت دی .

ښه خوی به دسلطان کړي بد خوی به دحیوان کړي .

 ښځې چا مرکو ته نۀ دي بيولې.

ښه دوست په بد ځای کښې معلومیږي .

ښه دوست خپل دوست ته ښه لار ښایي .

ښه دهغه چا سره خوند کوي چې پری پوهیږي .

 ښه ورځ پۀ منډه نه پۀ ټنډه ده. 
 ښځه د ځان پۀ خوښه که د جهان ؟

صبر د میړو لوی هنر دی .

صبر د بزرګی نښه ده .

صبر تریخ دی ولی میوه یی خوږه ده .

صورت خو نه دی چمن چې بیا به را شین شي .

علم د ښه سړي نه ډېر ښه او د بد سړي نه ډېر بد جوړوي.

عقل لعل گوهر دى نه په زور دى نه په زر دى.

عاجزي د خدای رحمت دی .

عاجزي غیرت دی .

عذر تر ګناه بد تر دی .

عقل د بی عقلو نه زده کیږي .

عقل له بې عقله زده كېږي.

عقل که نه لري  هیڅ څه نه لري، عقل که لري هر څه لري .

غر که لوړ دى به سر يې لار ده.

 غوا توره شيدې يي سپپنې.

عزت کوه عزت به دې کېږي.

غرونه چا سوري كړل او شيرينه به څوك وړي.

غر که څومره جګ دی ، خو په سر يې لار شته.

غره  په غره  نه ورځى خو سړى په سړى ورځى .

 غر پر غرۀ نه ورځي انسان پر انسان ورځي.

غوا که توره ده شيدې يې سپينې دي.

غلا مه کوه له  هیچا مه بیریږه .

غل اوسه په انصاف اوسه .

غله ته يې ويل غله كوه كور والا ته يې ويل بيداري كوه.

غوټه چې پۀ لاس خلاصېږي خولې ته يي څۀ حاجت دی.

غم بی خبره راځي .

غم د سړي عمر کموي .

غوړ په غوړو تویږي .

فيل که هر څو مره تږى شي په نس کې ئې يو زنگون اوبه وي.

قصابان چې ډیر شي غویي مردار شي!

قصابان چې ډیر شي غوا مرداریږي!

که تا ويل چې زۀ يم او ما ويل چې زۀ يم ، نه به تۀ يې نه به زۀ يم.

اوکه تا ويل چې تۀ يې او ما ويل چې تۀ يې ،هم به زۀ يم هم به تۀ يې!

که غر جګ دی، پر سر یی لار ده!

کار چې بې استاده وي؛ خود به بې بنياد وي.
که او به زور لري ځمکه سور لر ي.

کار اسان دى خو پيل يې گران دى.

کاروان تیریږي سپي غپیږي .

کم عقل دومره په بل نه کوي لکه په ځان .

که چاړه دسروزرو شي خو په خیټه د منډلو نه ده .

که څوک بل ته کوهی کني هغه پخپله پکښی پریوزي .

که څوک درته وایي  چې غوږ درنه سپي اوتښتوؤ نو اول خپل غوږګوره بیا په سپي پسی زغله .

که ځان په عذابوی له بی عقل سره آشنایي کوه .

که دشمن دهر څومره خوار شي قوي یی بوله .

. کارغه د زرکې تګ کاوۀ خپل يې هېر شو

 که ولي نه يم خالي هم نه يم.

كه عزت غواړې د خپلو پرده پوش سه.

 کوم کار چې پۀ صلاح وي ورکه يي بلا وي.

که مشر مشر توب غواړي کشر هم ددنيا دود غواړي.

کوڼ دوه واره خاندي.

 کوتره له کوترې سره او باز له بازه سره.

کوت کوت دلته کوي خو هگى هلته اچوي.
کور کې دې جوارى نشته له دماغه دې دپلو بوى راځي.

که ډوډى دبل ده نس خو دې خپل دى.

 کوږ بار تر مزله نه رسي.

که نن پر ما سبا پر تا.

کور مې در جار دبام د پاسه .

 که غواړې چې رسوا نه شې ، له ټولنې سره همرنګه شه.

 که غر لوړ دی پر سر لار لري.

  که جنګ نه کوې لکۍ خو ببره نيسه.

 کوږ بار تر منزله نه رسېږي.

 کُلاله وکړه ،خپله سياله وکړه.

 ګيله له خپله کېږي .

گوړه ، گوړه يادوه خوله به دې خوږه شي.

گل بې خاره نه وي .

ګټه په سړه سینه کیږي .

ګټه په تاوان کیږي .

ګلان اوکره  چې ملک درته ګلزار شي .

ګل له ګل سره ښه ښکاري .

ګمان د ایمان زیان دی .

ګوښه  له دنیا ښه ده .

ګیدړی ته خپل پوست بلا دی .

ګیله له یاره ده نه له ماره .

گنجى که ډاکټر واى نو لومړى به ئې دخپل سر علاج کړى واى.

 له غرونو لوېدلي به پورته شي ،خو له زړونو لوېدلي به پورته نۀ شي!

 له کلي ووځه خو له نرخه مه وځه.

لاس لاس پیژني .

لمر په دوو ګوتو نه پټیږي .

لور له موره زوی له پلاره معلومیږي .

له بدو سره چې اوسی که بد نه کړی بد به یوسی .

له پردي سړي نه ګیله نیشته ، له پردیه څه ګیله .

له خالي لوښي لول آواز خیږي .

له سیال سره سیالداري کړه همزولي سره رازداري کړه .

له غم نه یی خلاصیږم نه ، له ښادی څخه یی خبریږم نه .

له کوره یو لیونی بس دی .

له لیوني سپي څخه هر څوک بیریږي .

لږ وخوره تل وخوره.
. له يوه لاسه ټک نه خيږى
له ښاره وو ځه خو له نر خه مه وځه.

 له قامه سره خوره ، له قامه سره مره.

لمر پۀ  دوو ګوتو نه پټېږي.

لوی مې کړې لويي مه راکوې .

له پخلا شوي دښمنه ځان ساته .

  لال په ايرو کې نه پټېږي .  

 له بارانه تښتېدم ،تر ناوې لاندې مې شپه سوه.

له لوږې مړ شه خو د سوال دارو مه خوره .

له اوربشو نه اوربشې، له غنمو نه غنم، هوښيار ويل زه يې منم.

له يوه لاسه ټک نه خېژي .

له وچو سره لانده هم سوځي .

لاس چه مات شی غاړي ته لويږي.

له بدکرداره ځوی نه ښه ده ړنده ارتينه.

له خپل ټغر سره پښې وغزوه.

لېوه به خپل پوست بدل کړي، خو عادت نه .

ما په آسمان غوښتی خدای په ځمکه راکړی .

مال په مال پسی ځي .

مفت شرات قاضی هم څښلی دي .

منګور خوړلی له پړي  نه ویریږي .

منګی کله کله ماتیږي .

منګی هره ورځ  نه ماتیږي

موټی نمونه د خروار.

میلمه خپل نصیب خوري .

مار وژلۍ  ښه دی تربور وهلی ښه  دی .

ملا ځان هير کا او بل ته مسلې کا.

مار د ځان له ډاره خولې اچوي.

مينه سترګۍ نه لري .

مينه دژوند ښکلا ده.

مينه له مينې پيداکيږي.

مینه په تلو راتلو زیاتیږي .

مینه ښایست نه غواړي خوب بالښت نه غواړي .

مین ګل ته د اوښ په سترګو نه ګوري .

ما په اسمان غوښتی خداي په ځمکه راکړي.

. مين يم مګر ځان اوبو ته نه اچوم

مېلمه د خدای دوست وي .

مفت شراب قاضي هم څښلي دي.

 موړ د وږي په حال څه خبر دئ .

مړه غوا پیوره وي .

 مه کوه په چا چي و نه سي په تا .

مه که وه په چاه چه وبه شی په تا.

مور د زوی په هيله له ميړه ووته.

ميړونه مري نومونه يې پاتې کيږي.

مېړنۍ ده چې يادېږي.

میړونه غرونه دي، ښځې یې اړمونه دي

میړانه په سیالي وه، اوس سپېتانه په سیالي ده

ميړونه يو ځل مرۍ، خو نامردان هره ورځ مري.

مرګ ځوان او بوډا نه ګوري.

ميږي ته چې خداى په قهر شي نو وزرونه ورکوي.

مړی چې خدای شرموي ، پر تخته يي معامله گډه وډه شي.

مار ته په لستوڼی کی ځای مه ورکوه.

مار خوړلی له پړی هم ډاریږي.

مار خوړلی له تور پړي هم وېرېږي .

مار چې هر څومره خوار شي بيا هم څنګښې نه خوري.

مرغۍ په خپلو بڼو ښه ښکارېږي .

ماهی چې هر کله د اوبو څخه راوباسی تازه دی!

مېړه مړ کړه ، خو مېړانه يي مه وژنه !

مېړونه غرونه دي ،ښځې يي اړمونه دي .

نرمه غاړه توره هم نه غوڅوي.

نېکي وکړه او درياب ته يې واچوه.

نن په تا صبا په ما .

نن په ما صبا په تا .

ننګ د کور په میړو کیږي .

ننګ له میړو لاړ شرم له ارتینو.

نه شرم نه حیا لعنت په بی حیا .

نیستی د میړو قدر کموي .

نیستمند خدای کړی سپی چا کړی .

نیکان په نیکی نه مړیږي .

نیک عمل به دی باچا کړي بد عمل به دی  رسوا کړي .

نیکی برباد ګناه لازم .  

نوې ناوې ته هرڅوک ببوزی وهي .
نا پوه  دومره پر بل  نه کوى  لکه پر  ځان .

نا پوه دونه په بل نه کوي لکه په خپل ځان .

 وږي ته چا ويل څلو رڅلور څو کيږي ويل یې اته ډوډى.

وينه په وينه نه مينځل کېږي .

وروستۍ ورځ نامرده وي .

وزه چى په بام وخيږي نو ليوه ته ښکنځلې کوي.

وچې خاورې په ديوال نه نښلي.

وخت د هر غم دوا دى.

ورک شه هغه ورور چى له ډمانو اخلې پور.

وروري به كوو حساب تر منځ.

هر څوک خپل شی ښاغلی بولي .

 هستي کوي مستي، نیستي کوي سستي .
هر چا ته خپل وطن کشمير دئ .

هر څه چې خام وي پخيږي انسان چى خام شو نه پخيږي.

هر عالم چې خپله موازنه له لاسه ورکوي، علم یې هېڅ مانا نه لري .

هوښیار سړی ځانته دوست لټوي، کم سوله غلیم .

 هيڅوک نه وايي چې زما شړومبى تروې دي.
 يا خپل کور يا خپل ګور .

يو بام دوه هواوې !

يو وايي کور مې درجار، بل وايي زه هم سترګې لرم.

یا دخدای قدرت دی یا د میړو غیرت دی .

یار د یار د پاره خوري د غویي غوښی .

یارانی کښی بنګړي ماتیږي .

یو سر د خپل سر .

یو سر نه سر .

یو ښار او دوه نرخه .

یو غل او بل یی مل .

یو وار چه زوړ شی بیا خدای خبر که جوړ شی .

یوه کوه یوه اوره .

یو وار مرګی وي خو بیا لیده وي .

یو واری په یار پسی ګرځه چه پیدا دی کړو نو بیا پری راګرځه .

یوه خطا دوه خطا جمله خطا.

یو ویل کور مې تر تا جار ، هغه بل واشکی ورته وغواړوو.

یوه سترګه په دین یوه په دنیا .

یو هندو بل ته ویل چه کافره .

یو شپه  ژرنده کښی هم تیریدی شي .

********************************************


November 10th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان